د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د اکبر موسسې له رئیس سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د افغانانو لپاره د مرستو د انسجام (اکبر) موسسې له رئیس نامیک حیدروف او مل پلاوي سره وکتل.
دواړو لوریو په افغانستان کې د بیکارۍ او بیوزلۍ کچې د کمښت پر څرنګوالي او پر حللارو، د مرستو په غوره همغږۍ او مستحقینو ته د هغوی په رسولو او په ټوله کې د هېواد په کچه د زیان سره مخ اقشارو پر ستونزو او د ټولنیز خوندیتوب په ټینګښت خبرې اترې وشوې.
په پیل کې الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ وویل: د فقر کچې کمښت او همدارنګه د بشري مرستو د غوره توزیع لپاره ضروري ده، چې د مرستو په برخه کې د پروژو په ډیزاین او تطبیق کې له امارتي ادارو په ځانګړي توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پوره همغږي وشي.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان باندې چې له نیکه مرغه په وروستیو پړاوونو کې دی، کار کوي او هېله لرو چې دا پلان به د اکبر موسسې له استازو سره یوځای د افغانستان خلکو ته د کانفرانس او رسنیو له لارې خپور کړو.
د اکبر موسسې مشر نامیک حیدروف هم په خپلو خبرو د افغانستان پر ټولنیز وضیعت د کلي جاج او بحث وروسته ژمنه وکړه، چې له مرستندویه موسسو سره د افغاني ټولنې د واقعي وضیعت تصویر شریکوي او هڅه به کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت وړانديزونه او نظریات په ټولو پروژو کې په پام کې ونیول شي.
ښاغلي حیدروف د پنځه کلن ستراتيژيک پلان له ترتیب څخه د خوښۍ په څرګندولو سربېره ژمنه وکړه، چې د پلان د تطبیق په هغو برخو کې د موسساتو اړوندېږي پوره همغږي او همکاري تر سره کوي.
