د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلی عليرضا بېکدلي سره وکتل او په دوهاړخیزه اړیکو په ځانګړې توګه د کاري اړیکو پراخوالی، په کمي او کیفي ډول د افغانستان د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا پرڅرنګوالي، ایران اسلامي جمهوریت کې د مېشتو افغان کډوالو د وضیعت ارزونې او د کارګرو د قانوني لېږد پر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په پیل کې الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ سفیر او مل پلاوي ته یې د ښهراغلاست ویلو سربېره زیاته کړه: اړینه ده؛ چې په افغانستان کې د فني او حرفوي زدهکړو او د کار بازار غوره مدیریت په برخو کې د ایران اسلامي جمهوریت له کامیابو تجربو څخه ګټه واخېستل شي او دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره پر نورو فرصتونو کار وشي، ایران کې د افغان کارګرو شتون باید تنظیم شي او له غیرې قانوني حالت څخه وایستل شي، ترڅود هغوی ستونزې تر ډیره بریده حل شي.
ورپسې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي عليرضا بېکدلي وویل: د افغانستان اسلامي امارت سره د ایران اسلامي جمهوریت اقتصادي او تجارتي اړیکې ډیرې پراخې شوي او لا د پراختیا په حال کې دي، دا اقتصادي او تجارتي فرصتونه په دواړو دوستو هېوادونو کې ډیر کاري فرصتونه رامنځته کوي او نورې پانګهاچوونې ته زمینه برابروي.
ښاغلي عليرضا بېکدلي زیاته کړه: له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې، د کار بازار د غوره مدیریت، فني او حرفوي زدهکړو په ډګر کې د غوره او بریالیو تجربو د تشریک او په شته باالفعله او باالقوه فرصتونو د بحث لپاره تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې د ایران اسلامي جمهوریت د کارپنځونې مرستیال افغانستان ته سفر وکړي؛ ترڅو په ټوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو ګټور بحث وشي.
