د کار ملي کانفرانس په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۷:۴۷
T


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو د معین مولوي محمد زاهد په مشرۍ او په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو ادارو او سازمانونو د مسؤلینو په حضور؛ د کار ملي کانفرانس په اړه د همغږۍ ناسته ترسره او په کې دواړو لوریو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
ناسته کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د کار ملي کنفرانس په اړه د ترسره شویو اجرااتو او پرمختګونو په اړه د یادو سازمانونو له چارواکو سره معلومات شریک او څرګنده یې کړه: هیله مو داده چې  د خپلو ټولنیزو شریکانو په ګډون وتوانیزو د دې کانفرانس په بریالیتوب کې خپلې ټولې هڅې په لار واچوو او مختلفو سکتورونو کې د نویو کاري فرصتونو زمینه برابره کړو، د بیکارۍ کچه ټيټه او افغانستان د ځان بسیاینې په مسیر کې په حرکت شي. په پای کې یې د یادو سازمانو له استازو و غوښتل، چې کنفرانس کې دې د فعالې ونډې په لرلو سره؛ خپلې تخنیکي او مشورې هم شریکې کړي.
ناسته کې حاضرو د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او سازمانونو مسؤلینو پخپل وار د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د کار ملي کانفرانس د جوړېدو په تړاو، مننه او قدرداني وکړه او هم یې د کانفرانس په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل. هغوی څرګنده کړه، چې د افغانستان د کار بازار دقیقه مطالعه او د مهارتونو پراختیا به و شي کولای د بیکارۍ کچې په کمښت کې اغېزمن واقع شي. یادو مسؤلینو  ژمنه درلوده، چې مربوطه برخو کې به خپلې سلا مشورې له دې وزارت سره شریکوي.
په پای کې د مقام د دفتر د رئیس حافظ محمد حسن منور له لوري د پرېزنټېشن په توګه هم د کار ملي کانفرانس په اړه ځیني لازم معلومات او لاسته راوړنې د ناستې ګډونوالو سره شریک شول، چې د هرکلي وړ وګرځېدل.
د ویلو ده چې نننۍ ناسته کې  د کارنړیوال سازمان، د خوړو نړیوال سازمان، یونیسکو سازمان، د مهاجرت نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام او د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسیارۍ چارواکو ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۷:۴۷
Background image

د کار ملي کانفرانس په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو د معین مولوي محمد زاهد په مشرۍ او په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو سازمان د اړوندو ادارو او سازمانونو د مسؤلینو په حضور؛ د کار ملي کانفرانس په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۱۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له غړو سره وکتل؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینانو د خپل کار په دفتر کې، افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د راغلي پلاوي له ځینو غړو سره په لیدنه کې د مختلفو مواردو په اړه خبرې او بحثونه وکړل.
ناس. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۴۰
Background image

۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلچرخي (امېد کمپ) د فني او حرفوي ز ده‌کړو له مرکزه ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د څلورو میاشتنیو زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او د وزارت د رهبرۍ. . .

بیرته خبرونو ته