په ارزګان او بغلان ولایتونو کې ۴۰۲ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۰:۳۶
زابل او بغلان

د ارزګان او بغلان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ ۴۰۲ اړمنو کورنیو، چې ۳۰۰ کورنۍ په ارزګان او ۱۰۲ يې په بغلان  کې د یوې ځانګړې  او دقیقې سروې په ترڅ کې په ګوته شوي وې؛ خوراکي توکي ترلاسه کړل.  په یادو خوراکي توکو کې ( اوړه، غوړي، وریجې، چای، لوبیا، بوره، روب، مالګه، مکروني او اورلګید) شامل وو. د یادونې وړ ده، چې په ارزګان ولایت کې د«تیکا» همکارې مؤسسې له لوري او په بغلان ولایت کې د هغه ولایت د امنیې قومندانۍ په مالي همکاري یاد خوراکي توکي ووېشل شول. د ارزګان او بغلان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له همکاره بنسټونو څخه د مننې ترڅنګ له نورو خیریه مؤسسو هم غوښتنه وکړه چې د روژې په مبارکه میاشت کې د بې‌وزله خلکو لاسنیوی وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

په هلمند کې ۲۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۰۰ تنه ځوانان د موبایل ترمیم، شیریني‌جوړولو، د موتر سیټ جوړونې، سولر سیستم، پر ټوکر باندې د غمیو نښلولو او خیاطۍ په حرفو کې. . .

بیرته خبرونو ته