د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسنواټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي په خپلو خبرو کې میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې ځوانانو، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو، محبوسینو او له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د کار بازار اړتیاوو ته په کتو د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي، چې په دې سره به تر ډېره بریده په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټېټه شي.
همداراز مولوي احمدزي د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس څخه وغوښتل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اصولو او قوانینو مطابق خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
ورپسې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس هم په خپلو خبرو کې د خپلو فعالیتونو، لاستهراوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو شریکولو سربېره زیاته کړه؛ امکاناتو ته په کتو موږ هڅه کوو، ترڅو د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو ادارو سره په همغږۍ خپل فعالیتونه ګړندي کړو او د افغانستان اوسېدونکو لپاره په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړو.
د کتنې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د ګډو فعالیتونو د تعقیب او د چارو د لا پرمختګ په موخه د دواړو لوریو لهخوا تخنیکي ټیمونه جوړ شي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس مولوي رحیمالله صراح او د کار حقوقو د تقنین رئیس بشیراحمد راسخ او د کار چارو مشاور قاري محمد کریم حنفي هم حضور درلود.
