د کار چارو معین په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان له رئیسې سره ولیدل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۰:۵۷


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي؛ په هېواد کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له رئیسې آغلې سي‌آو ويلي (Hsiao-Wei Lee) سره د سیلاب‌ځپلو هېوادوالو سره د بیړنیو مرستو رسولو او همدارنګه د راتلونکي کار ملي کانفرانس په اړه ولیدل.
په پیل کې د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي؛ افغانانو سره د خوړو نړیوال سازمان له همکاریو او مرستو په ځانګړې ډول په بیړنیو حالاتو کې د یاد سازمان له مساعدتونو څخه د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه: هیله مند یو چې د خوړو نړیوال سازمان د هېواد په شمال کې سیلاب‌ځپلو هېوادوالو سره عاجلې مرستې ترسره او د هغوی لاسنیوی وکړي.
مولوي محمدزاهد احمدزي همداراز څرګنده کړه، چې  د خوړو نړیوال سازمان دې افغانستان کې خپلې مرستې خلکو ته د کار په بدل کې وویشي؛ ترڅو له یوې خوا هېوادوال د کار څښتنان شي او مزد ترلاسه کړي او له بله پلوه په هېواد کې د ټولګټو پروژو د تطبیق کلتور لا پیاوړی شي.
ورپسې  د خوړو نړیوال سازمان رئیسې آغلې سي‌آو ويلي خپلو خبرو کې وویل: زموږ د فعالیتونو ساحه د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره شریکه ده او په دې ډګر کې له یاد وزارت څخه غواړو چې زموږ سره نږدې همکاري ولري.
 نوموړې زیاته کړه: په افغانستان کې زمونږ ډیری پروژې زیربنايي دي او په تیر میلادي کال کې مو دیارلس زره افغانانو  ته د کار زمینه برابره کړې‌ده او په لسګونو زره ټنه خوراکي توکي مو هم مختلفو سیمو کې ویشلي دي.
د خوړو نړیوال سازمان رئیسې د خپلو خبرو په دوام کې وویل : د کار ملي کانفرانس ته ډیره خوشبینې لرو او هیله‌مند یو چې دا کانفرانس به وکولای شي چې په افغانستان کې د بیکارۍ ستونزه تر ډیره بریده راټیټه او افغان هېوادوالو ته د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.
په پای کې د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي وویل: اوس‌مهال د کار ملي کانفرانس لپاره زموږ مشوري له امارتي او خصوصي سکتورونو سره روانې دي او د یاد کانفرانس غوره تدویر لپاره به د خپلو مشورو لړۍ ډیر ژر تر ملي او نړیوالو سازمانو هم وغځوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۲۱:۴۲
Background image

د ټولنیزو چارو معین د یونیسف دفتر له مرستیالې سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسف دفتر له مرستیالې مېرمن روشن مرتضی او مل پلاوي سره په کتنه کې د ځینو اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۹:۵۰
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۲۲۰۰۰ زیات د کار جوازونه وېشلي دي


د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال په لومړۍ ربع کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې هېوادوالو ته د ۲۲۴۲۷ قطعې د کار جوازونه ووېشي او له دې لارې عواید راټول کړي.
دا ارقام ښيي؛ چې په دې ۱۴۵۷۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۰:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې ۲۱۰ تنو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه


د ننګرهار ولایت؛ په کوټ، بټي‌کوټ، اچین او نازیانو ولسوالیو کې؛ ۲۱۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو جلا جلا مرکزونه پرانېستل شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د ولایتي. . .

بیرته خبرونو ته