ولایتي خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بلخ ولایت ته د کاري سفر په دویمه ورځ د وزارت ټولنیزو شریکانو، همکارانو او د سیپن شبکې غړو سره و کتل 

بلخ: ۱۳۹۹/۹/۲۶ هـ ش 

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج، د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي او ورسره مل پلاوي، بلخ ولايت ته د کاري سفر په دوېمه ورځ د ياد ولايت د کارګرانو ملي ټولنې، بلخ کې د کار نړیوال سازمان استازو، صنایع او معادن خونې استازو، د بلخ اصنافو رئیس او د بلخ ولایت د ماشومانو ساتنې شبکې ( سیپن شبکه) غړو سره و کتل

دغو لیدنو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولنیزو شريکانو، همکارانو او د سیپن شبکې غړو د کار او ټولنيزو چارو وزير سره په جلا جلا ناستو کې خپلې کړنې، ستونزې او وړاندیزونه شریک او ستونزو د حل غوښتنه يې وکړه 

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د هغوی ستونزې واوریدې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند ستونزو د حل ژمنه یې و کړه، و یې ويل چې د کرونا ويروس له امله هيواد کې ګڼ شمير هيوادوال زيانمن شوي؛ نو له همدې امله د بیکارۍ کچه هم  تر یو بریده ډیره شوې ده؛ اما دولت په ځانګړي توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، څو دغو نيمګړتياوو ته د حل لاره پیدا او ورته رسیده ګي و کړي 

نوموړي زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبري په همدې موخه د خپلو ټولنیزو شریکانو او همکارانو سره د مشورې په موخه په مرکز او ولایتونو کې ناستې کوي، څو د هغوی له نظرونو او وړاندیزو څخه په ګټنې دې ستونزو ته په ګډه یوه جامع حل لاره پیدا کړي 

د کار او ټولينزو چارو وزير همدارنګه د خپلو ليدنو په لړ کې د بلخ ولايت د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه هم ليدنه وکړه، د فني او حرفوي زده کړو مرکز استادانو او شاګردانو ستونزې يې واوريدې او د ستونزو د حل په موخه يې اړوندو مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په کاپیسا کې زیانمن شویو ماشومانو سره د نغدي او ژمنیو توکو مرسته شوه

د کاپیسا د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ د YHDO 

مؤسسې د یونیسف په مالي همکارۍ  د یاد ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې ۲۶ تنو سیلاب ځپلو ماشومانو سره  نغدي او د ژمنیو توګو مرسته وشوه.

د یادونې ده چې یاده برنامه کې؛ د والي مرستیال، رییسانو او د یو شمیر نهادونو استازو هم شتون درلوده چې د یادو بنسټونو له بشري مرستو نه  مننه وکړه او په یاد ولایت کې د بې وزلو خلکو لپاره د لا ډیرو مرستو غوښتونکي شول.

په سر پل ولایت کې د یو لک ډالرو او دوه ملیونه افغانیو په ارزښت له اړمنو او بې وزله کورنیو  سره مرسته وشوه.

په سرپل ولایت کې د سړې هوا د راریسدو له امله  د ټولنیز خوندیتوب سکتور او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډه همکارۍ سره بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي، خوراکي او یو شمیر اړینو توکو مرسته وشوه، همدا رنګه د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له بودیجې څخه هم د روزنتونو ماشومانو سره  د ژمنیو توکو مرسته وشوه چې ټولټال دغه مرستې د یو لک ډالرو او دوه میلیونه افغانیو په ارزښت وې.

د بغلان  د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکو لپاره  د ظرفیت لوړولو پروګرامونه جوړ شول

د کارکوونکو مسلکي پوهې او کاري ظرفیت لوړول، په اجراتو کې د ښه والی راوړلو، د کاري بهیر چټکتیا، په ښه توګه د اغیزناکو خدمتونو وړاندې کولو او په ورځنیو کارونو کې د ښې  همغږۍ راوړلو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ظرفیت لوړونې آمریت په بغلان  کې د شلو ورځو لپاره  په لاندې  برخو کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه (( د اضافه کارۍ د چارو د تنظیمولو مقرره، د اداري مراسلاتو لارښود، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د تقنیني اسنادو ارزونه او  پلان جوړونه))  جوړ کړل، چې ټولټال ۳۰  تنه مامورین ور څخه برخمن شول.

د یادونې ده،  چې د کار او ټولیزو چارو وزارت د ظرفیت لوړونې آمریت د کارکونکو د اړتیا سره سم  هر کال  د کار کوونکو د وړتیا لوړونې برنامی په مرکز او ولایاتو کې پلی کوي.