له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د صنعت اونۍ په نوم په جوړ شوي نندارتون کې ګډون او هلته یې له صنعتکارانو او د کورنیو تولیداتو د شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.
یاد نندارتون چې په کابل کې جوړ شوی او په کې ګڼ شمېر کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي، د کار چارو معین په کې د خپل ګډون له امله خوښي څرګنده او د صنعتکارانو سره په لیدنه کې یې د هغوی هڅې او فعالیتونه وستایل. همداراز یې خپلو خبرو کې څرګنده کړه: د ویاړ ځای دی، چې د هېواد دننه په مختلفو برخو کې پانګونه شوې او ګڼ شمېر خوراکي او غیر خوراکي توکي تولیدیږي او آن په ځینو برخو کې ځان بسیاینې ته هم رسېدلي یو، چې د افغانستان اسلامي امارت همدې ته په کتو هڅه کوي، چې له کورنیو تولیداتو لازم ملاتړ ترسره او دوی ته په هره برخه کې سهولتونه او امکانات برابر کړي.
ځینو صنعتکارانو هم خپلې غوښتنې د کار چارو له معین سره شرېکې او غوښتنه یې درلوده، چې د مالیاتو په کمولو، د فابریکو د جوړولو په موخه د ځمکو د وېشلو او د هغو توکو چې په کور دننه تولیدیږي د ملاتړ په موخه دې پر واردېدونکو ورته توکو لوړې تعرفې وضعه شي، ترڅو کورني تولیدات وده وکړي.