په شکردرې ولسوالۍ کې د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۳۳
شکردره

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري دا ځل د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د د ولسوالۍ په کچه؛ د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه.

په همدې مناسبت جوړې شوې پرانیست‌غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې د اسلام له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو پر حقوقو، د هغوی د ستونزو پر حل، هغو ته د ژوندانه سهولتونو برابرولو او له خپلو کورنیو سره یې د بیاځلې یو ځای کولو پر ارزښت خبرې وکړي.

همداراز نوموړي د یادې ولسوالۍ له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلې هلې‌ځلې ونه سپموي.

ورپسې د شکردرې ولسوال الحاج قاري فدامحمد فدایي هم په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د مننې سربېره وویل: د ماشوم ساتنې کمېټې جوړول یو مثبت او ارزښناک ګام دي، چې په دې سره به د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزې تر ډیره بریده را کمې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د یادې کمېټې د پرانیستلو بهیر به د هېواد نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱۷
Background image

ننګرهار کې ۲۹۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

 

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۲۹۰ اړمنو کورنیو ته د دوربابا او نازیانو په ولسوالیو کې؛ ته هرې کورنۍ ته ۹۲۰۰؛ مجموعاً ۲۶۶۸۰۰۰ افغانیو په ارزښت د نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۱۴
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت؛ ۵۹۰ اړمنو کورنیو ته د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۹۰ اړمنو کورنیو ته، چې په بټي‌کوټ کې ۳۰۰ کورنیو، سپین‌غر کې ۱۴۶ کورنیو او په اچین ولسوالۍ کې ۱۴۴ کورنیو ته، چې د ځانګړې سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۳۳
Background image

په شکردرې ولسوالۍ کې د ماشوم‌ساتنې کمېټه پرانیستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري دا ځل د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د د ولسوالۍ په کچه؛ د. . .

بیرته خبرونو ته