د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د اړوندو ادارو مسوولینو په ګډون د کارموندنې، اقتصادي ودې، د کارګرو د کاري حقوقو د خونديتوب او په کاري چاپېریال کې د عدل او توازن په موخه د کار عالي شورا څلورمه نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې الحاج ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې د کار عالي شورا د ارزښت سربېره وویل: د هېواد په سطحه د کارپنځونې په محور د ملي اقتصادي ودې، د خصوصي سکتور د بېلابېلو برخو ترمنځ د غوره همغږۍ، د داخلي تولیداتو پر پراختیا، د صادراتو د کچې لوړولو او پر وړاندې یې د شته ستونزو د تشخیص، د کم کیفیته توکو له وارداتو څخه د مخنیوي پر څرنګوالي، د نړیوالو کاري معیارونو تطبیق، د کار بازار د تنظیم او د کارګرو د مزد او د مزد د څرنګوالي په اړه په تفصلي ډول خبرې وکړې.
همداراز الحاج ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو او هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کارموندنې په موخه د کرنې، مالدارۍ او بولګولو، د کانونو او پټرولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او خصوصي سکتور سره په ګډه یوه تخنیکي کمېټه رامنځته شي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم په خپلو خبرو کې وويل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، ترڅو د کار اړوند تقنیني اسنادو، مقرراتو او طرزالعملونو پر بنسټ د کارګرو حقونه خوندي کړي او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ناستې په پای کې د ټولو اړخونو له لوري پرېکړه وشوه، چې د کار عالي شورا به د منظمې همغږۍ او دوامداره ناستو له لارې د کاري اړیکو د تنظیم، د ټولنیزعدالت د ټینګښت او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندی کړي.
