د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په مشرۍ؛ د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو د استازو په ګډون د د ترسره شویو پرېکړو د تطبیق په موخه د کار عالي شورا اتمه نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې د کار چارو معینیت استازي د ترسره شویوفعالیتونو او د تېرو ناستو د پرېکړو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبد المنان عمري په خپلو خبرو کې د استخدام په بهیر کې د بهرنیو وګړو پر ځای کورنیو کارګرو ته، په ځانګړي ډول راستنېدونکو هېوادوالو او مسلکي ځوانانو ته د لومړیتوب ورکولو، د کارګرو اتحادیو او د افغانستان د اتاقونو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا او د کارفرمایانو او کارګرو لپاره د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ملا عبد المنان عمري د خپلو خبرو په دوام کې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ، د صادراتو د زیاتوالي او د وارداتو د کمښت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کورنیو تولیداتو پراختیا او د صادراتو زیاتوالی د ملي اقتصاد په وده او د اقتصادي خپلواکۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې هره خونه او اتحادیه دې د کار عالي شورا ته یو باصلاحیته استازی معرفي کړي، ترڅو د هغوی د فعالیتونو او لاستهراوړنو په اړه معلومات ترلاسه او د خونو او اتحادیو ترمنځ همغږي او همکاري لا پیاوړې شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د کارګرانو او کارکوونکو د ملي اتحادیې سرپرست رئیس مولوي عبدالمتین مولويزاده، د قواعدو د کار شرایطو د ښهوالي رئیس مولوي حسیناحمد مدني، د کار حقوقو د تقنین رئیس بشیر احمد راسخ، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د اړوندو ادارو مسؤولینو هم ګډون کړی و.
