د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د څه باندې ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د هوکړه لیکونو لاسلیک

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۰:۴۹
ف

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین نن د یوې ناستې په ترڅ کې له یوشمېر کورنیو او بهرنیو همکارو مؤسسو سره د څه باندې څلورمیلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ځینو رئیسانو هم ګډون درلود،  مالي او اداري چارو مرستیال وویل: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د خلکو په خاص ډول د اړمنو او زیانمنو کسانو د ژوند د ښه والي لپاره لازمې او زیاتې هڅې وکړي. همداراز یې ټینګار وکړ چې کورنۍ او بهرنۍ مؤسسې دې هڅه وکړي ترڅو خپلې پروژې په لرې پرتو سیمو کې چې له خدماتو محرومې پاتې شوې دي عملي کړي او هم دې د افغانستان د اسلامي امارت اصول او پالیسي په پام کې و نیسي.
د مؤسساتو په استازیتوب حبیب الله وردګ،  د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د سهولتونو د جوړېډو او هوکړه لیکونو دلاسلیک له امله مننه څرګنده او ژمنه وکړه چې د مؤسساتو چارې به له دې وزارت سره په همغږۍ پرمخ بیايي.
د ویلو ده چې له کورنیو او بهرنیو مؤسساتو سره دیارلس عنوانه هوکړه لیکونه د افغانستان د اسلامي امارت د ( داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو د فعالیت او چارو سمون طرزالعمل) په رڼا کې لاسلیک شول چې مجموعي ارزښت یې څلوراعشاریه یو میلیون ډالر وو او د فن او حرفې، روزنتونونو، د بشري مرستو وېش او له ماشومانو څخه د ملاتړ برخې یې عمده موخې وې چې دا پروژې به افغانستان شموله وي او له مخې به یې  ۲۳۴۰۰ تنو ته خدمات ترسره کیږي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۲:۴۶
Background image

توزیع سند فراغت و ابزار کار برای ۲۱۷ تن از فارغان فن و حرفه در ولایت‌های ننگرهار، سرپل و بامیان

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایت‌های ننگرهار، سرپل و بامیان؛ دوصد و هفده تن از کار‌آموزان که دورۀ آموزشی شش‌ماهه را در بخش‌های خیاطی، ترمیم مبایل، ترمیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۵:۲۰
Background image

ارزګان کې لس تنو اړمنو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، هغو لس تنو اړمنو کسانو، چې د ځانګړې سروې له لارې انتخاب شوي  وو، د کوچنیو سوداګرۍ د پیل لپاره خوراکي او غیرې خوراکي توکي ترلاسه کړل؛. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په ننګرهار کې ۳۳۰ تنو ماشومانو سره مرسته وشوه

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د امام بخاري روزنتون ٣٣٠ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو سره د جامو او حفظ‌الصحې توکو مرسته او فرصت څخه په سالمې استفادې سره دې. . .

بیرته خبرونو ته