ارزګان ولایت کې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۴
E


 د فني او حرفوي زده‌کړو مرکز د پرانیست مراسمو کې، چې د ارزګان ولایت والي مولوي محمد علي جان احمد، او د اطلاعاتو او فرهنګ او شهیدانو او معلولینو چارو رئیسانو هم ګډون درلود؛ د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي ګل اغا حافظ اتل وویل: په یاد مرکز به زده‌کوونکي په ۵ حرفو: مبائیل جوړونه، خیاطي، موټرسایکلو ترمیم، د موټرو ویرینګ سیستم او موټرو انجن سیستم ترمیم دی؛ په هره حرفه کې به ۳۰ تنه زده کوونکي وي او ټولټال ۱۵۰ زده‌کوونکو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي. 
د ارزګان والي مولوي محمد علي جان احمد له ټولو زده‌کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو عملي او نظري زده‌کړو کې پوره پوره هڅه او کوښښ وکړي، او له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته