ارزګان کې ۲۹۰ تنه یتیمو او بې‌سرپسته ماشومانو ته د قرطاسې او حفظ‌الصحي توکي ووېشل شول 

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۷
ارزګان

د ارزګان ولایت د کاراوټولنیزو چارو ریاست له لوري په مرکز ترینکوټ کې ۲۹۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د قرطاسیې او حفظ‌الصحې توکي ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج قاری عزیزالله جهادمل په خپلو خبرو کې وویل: په یادو توکو کې  قلم، کتابچه، شامپو، صابون، د غاښونو برس او کریم، روی‌پاک، دست‌پاک، چپرکټ، دوشک، کمپلې او د خونو لپاره غالۍ او فرش شامل دي.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا خپل مسئولیت ګني، ترڅو په هېواد کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ساتنه، پالنه، ملاتړ او هغوی ته د ژوندانه آسانتیاوې برابرې کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳
Background image

د ټولنیزو چارو معین د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د عامې روغتیا له وزیر الحاج مولوي نورجلال جلالي سره وکتل. 
په کتنه کې د دواړو لوریو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند او ارزګان ولایتونو کې ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول


  د هلمند او ارزګان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۶۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ( ۳۰۰ په هلمند او ۳۰۰ نورې یې په ارزګان) ولایتونو کې د ځانګړې سروې له‌مخې تثبیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

بیرته خبرونو ته