ارزګان کې ۳۳۶ تنو ته کاري وسایل ووېشل شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۱۱
ارزگان ولایت


ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د همکارو موسسو په همغږۍ، د یاد ولایت په چهارچینو او خاص ارزګان ولسوالیو کې ۳۳۶ تنو د موټر سایکل‌ترمیم او خیاطۍ په حرفو کې له زده‌کړو څخه وروسته د خپلو اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړل.
د توکو د وېش پرمهال د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري عزیزالله جهاد‌مل په خپلو خبرو کې د ADA همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: یادو کسانو د کاري وسایلو په ترلاسه کولو سره به د خپل کار او کسب خاوندان شي او په دې سره به خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پیداکولو سبب وګرځي.
په پای کې نوموړي له نورو ملي او نړیوالو همکارو موسسو او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د ورته پروګرامونو له لارې دې د اړمنو او بېوزلو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړي، ترڅو په هېواد کې د بېوزلۍ کچه راټیټه او د خلکو د ځان بسیاینې کچه لوړه شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته