بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد بهیر پيل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۸:۵۷
افغان کارګران

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت په لومړي ځل بهرنیو هېوادونو ته د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد پروسه رسماٌ پیل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري، د امارتي ادارو مرستیالانو او استازو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو د اتحاديې رئیس او استازو او په کابل کې مېشته دیپلوماتیکو استازو ګډون کړي وو.

 غونډې ته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد پروسې؛ پيل به وکولی شي؛ چې د هېواد پر اقتصادي وضعیت مثبته اغیزه ولري او تر یوه بریده په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه کړي.
ملا برادر اخوند زیاته کړه: امارت په هېواد کې د بېکارۍ کچې راټیټولو ته ژمن دي او په دې ډګر کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي څو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب، له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراختیا او همداراز  د لویو او کوچنیو ملي او بنسټیزو پروژو د تطبیق له لارې په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې وویل: افغان کارګران د اعتبار وړ خلک دي، مطمئن یم؛ چې په کارګرمنونکو هېوادونو کې به هغوی د کوربه هېواد د قانون او فرهنګ سره سم کار او فعالیت وکړي او زموږ د ټولنې او هېواد به غوره استازولي وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري زیاته کړه: قطر شاهي دولت سره د کارګرانو د قانوني اعزام هوکړه یو مهم او اساسي پیل دی، له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عمان شاهي دولت، ترکیې او روسیې سره هم په ورته هوکړه‌لیکونو مذاکرات دوام لري او هوډمن یو چې په راتلونکي کې هغو هېوادونو ته هم ماهر، نیمه‌ماهر او مسلکي کارګر ولیږو.
ملا عبدالمنان عمري وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د قانوني کارګرانو له لېږد وروسته د هغوی د خوندیتوب او قانوني حقونو تأمین څخه ځان ډاډمن کړي او هڅه کوي؛ چې نور له هېواد بهر د غیرقانوني مهاجرتونو مخنوی وکړي؛ ترڅو د افغان کارګرانو، وقار، عزت او کرامت خوندي شي.
غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکتر محمد نعیم هم په خپله وینا کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکولو سربېره؛ د یاد ګام اخېستلو سره د قطر له شاهي دولت څخه مننه او ستاینه وکړه، او هغه هېواد یې د افغانانو تاریخي دوست وباله.
د کارموندنې خصوصي شرکتونو د اتحادیې رئیس حاجي نورالله فدوي هم ګډونواله ته په خپله وینا کې وویل: چې افغانستان بااستعداده کاري ځواک لري، چې په کور دننه له استفادې سربېره نور بهرني هېوادونه هم کولی شي، چې په قانوني توګه له هغې څخه ګټه پورته کړي.
حاجي نورالله فدوي په هېواد کې تېره اوږده جګړه، د بیخ‌بناوو تخریب، وچکالي او په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په جبري او کتلوي توګه د افغانانو را ایستل د بېکارۍ مهم علتونه یاد کړل.
هېره دې نه وي؛ چې قطر شاهي هېواد ته د ۲۰۰۰ افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د نوم‌لیکنې پړاو سبا په مرکز او د زونونو په کچه په ټول هېواد کې پیل کیږي؛ چې جزئیات یې له وړاندې هېوادوالو سره شریک شوي دي.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

لغمان کې ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو (هر ماشوم ته ۱۰۲۹۴)؛ مجموعاً د ۱۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش. . .

بیرته خبرونو ته