تر څلورو کلونو وروسته درې تنه ورک شوي تنکي ځوانان خپلې کورنۍ ته وسپارل شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۰:۳۵
ورک شوي ماشومان

درې تنه ځوانان چې نږدې څلور کلونه وړاندې له خپلې کورنۍ څخه جلا او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په حمایوي مرکزونو کې یې ساتنه او پالنه کېده، د کورنۍ له پیدا کېدو وروسته د دې وزارت د ټولنیزو چارو د معین په حضور خپل پلار ته وسپارل شول. 
په همدې مناسبت جوړه شوې ناستې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین مولوي عبیدالله امین‌زاده خپلو خبرو کې وویل: له نېکمرغه د دې وزارت د کارکوونکو په هڅو تر نږدې څلورو کلونو وروسته د درېو تنو ځوانانو، چې دوه تنه یې وروڼه او یوه یې خور ده، کورنۍ یې پیدا او نن خپل پلار ته وسپارل شول، چې دا د خپلو ولسونو څخه د ساتنې په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسؤلینو د پاملرنې څرګندونه کوي. مولوي امین‌زاده زیاته کړه: په دې موده کې د دې وزارت اړوند حمایوي مرکزونو کې د یادو ځوانانو سالمه روزنه او پالنه کېده او هم په مختلفو حرفو کې هغوی ته زده‌کړې ورکړل شوې، چې له دې سره به وتوانېږي، ترڅو په راتلونکي کې د خپلې کورنۍ نفقه برابره او یو سوکاله ژوند ولري.
ورپسې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن هم خپله لنډه وینا کې له یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د ساتنې په برخه کې د دې وزارت په مسؤلیتونو رڼا واچوله او هم یې له هېوادوالو وغوښتل، که چېرې د دوې ماشومان ورک او یا د بل هېوادوال ورک شوی ماشوم پیدا کوي، نو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره دې په اړیکه کې شي، ترڅو له دې لارې یې کورنۍ پیدا شي. 
په همدې ترتیب د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم رئیس شیخ نورالله مکي هم زیانمنو ډلو ته د رسېدنې په برخه کې د دې وزارت له هڅو څخه په یادونې سره وویل: د یادو ځوانانو پلار چې په نشه‌يي توکو روږدی وو، درملنه یې شوې او هم ورته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې دي او له دې وروسته به په سالمه توګه د خپلو اولادونو د سرپرستۍ مسؤلیت په غاړي ولري. 
په پای کې د ورکو شویو ځوانانو د کورنۍ یو تن غړي سید حسین موسوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو او فعالیتونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: چې د دې وزارت په هڅو نن د دوی ورک شوي عزیزان بیاځلې ورسره یو ځای شول. 
د ویلو ده، چې د تېرې پنجنشبې په ورځ هم د دې وزارت له لوري د کوزې پښتونخوا یو تن ناروغ ماشوم، چې د افغان کډوالو سره یو ځای افغانستان ته را اوښتی وو، تر ډېرو هڅو وروسته یې کورنۍ پيدا او تر لازمې درملنې وروسته خپل پلار ته وسپارل شو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۲:۴۰
Background image

توزیع پول نقد و البسهٔ زمستانی برای ۱۲۸۲ طفل یتیم به ارزش بیش از ۷.۷ میلیون افغانی در بلخ

 

به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ؛ برای ۱۲۸۲ تن از اطفال یتیم و بی‌سرپرست به ارزش ۷۷۲۵۰۰۰ افغانی پول نقد و البسهٔ زمستانی توزیع گردید.

الحاج مولوی عبدالرحیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې ۱۵۰ اړمنو کورنیو ته د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت اړوند کوټ، بټي‌کوټ او مومندرې ولسوالیو کې ۱۵۰ اړمنو کورنیو ته د ۲۵۳۱۸۸۰ افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د وړتیاوو د تثبیت ملي پروسه پیل شوه


د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مختلفو حرفو د تثبیت بهير پیل شو.
د پروسې په پیل غونډه کې د کار چارو مشاور او د وړتیاوو د تثبیت ریاست وارسي. . .

بیرته خبرونو ته