د شا او خوا شپږ سوه او پنځوس زره امریکایي ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت د روزنتون ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه د کار او ټولنیزو وزارت د ستر سلاکار عبدالقیوم زاهدي په مشرۍ یو لوړ رتبه هیئت لوګر ولایت ته سفر و کړ او د یاد ولایت د چارواکو سره تر لیدنې وروسته یې د نوموړي ولایت لپاره د روزنتون ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ستر سلاکار عبدالقیوم زاهدي د لوګر والي محمد انور اسحاق زي سره د لیدنې پر مهال نوموړي سره د سفر په اړه معلومات شریک کړل، زیاته یې کړه، چې د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې او فرمان په اساس او د کار، ټولنیزو چارو، ښار جوړونې او مالیې وزارتونو د درې اړخیزه هوکړه لیک په اساس ۱۳ ولایتونو کې د مخکې جوړو شویو موادو او دیوالونو څخه روزنتونونه جوړیږي، چې په روان کال کې به د لوګر ولایت په شمول پنځو ولایتونو کې روزنتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.
د اراضي او ښار جوړولو وزارت استازي د یاد روزنتون د بنسټ د ډبرې ایښودلو مراسمو کې وویل، چې یاد روزنتون به د درې نیمو میاشتو په بهیر کې د لوړ کیفیت لرونکو مخکې جوړو شویو ساختماني ټوټو څخه جوړ او تر جوړیدو وروسته د دې وزارت اړوند ولایتي ریاست په واک کې ور کړل شي.
د لوګر والي محمد انور خان اسحاق زي د کابل څخه ورغلي هیئت ته د ښه راغلاست او د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی، چې د لوګر ولایت د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د روزنتون سهمیه ور کړل شوې ده، نوموړي ژمنه و کړه، چې د لوګر ولایت ولس او سیمه ایزه اداره به د یاد روزنتون او بې سرپرسته ماشومانو په ښه روزنه او ساتنه کې زیاته هڅه و کړي.
لوګر ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه ورغلي پلاوي مشر عبدالقیوم زاهدي همدارنګه د یاد ولایت د وړکتون، فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه هم لیدنه و کړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.
د ویلو دی، چې اوس مهال په هیواد کې ۶۷ دولتي او خصوصي روزنتونونه فعالیت لري، چې شا او خوا لس زره بې سرپرسته ماشومان په کې ساتل او روزل کیږي.