د لوګر په ولایت کې د مولانا محمدیعقوب څرخي روزنتون پرانیستل شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۹:۳۱
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) په لارښوونه د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمدحقبین د مولانا محمدیعقوب څرخي (ایسنا) روزنتون د پرانیست په مراسمو کې د ګډون لپاره ؛ لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر د پرانیست په غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو  ولایتي ریاست، د لوګر ولایت مقام، د ایسنا همکاره مؤسسې او استراليا هیواد میشته مسلمانانو له هلوځلو او مرستو څخه د مننې ترڅنګ؛ ګډونوالو ته وویل: د اسلامي امارت اساسي اهداف د خدای په ځمکه؛ خدايي نظام اقامه، حق حقدار ته سپارل، د مسلمان له عزت، ناموس، دین، نسب، مال او کلتور څخه ساتنه، د ظالم مخنیوی او له مظلوم څخه دفاع، خلکو ته غوره خدماتو وړاندې کول او په یاده لاره کې د شهیدانو څخه پاتې یتیمانو او بې بضاعته ماشومان ملاتړ او ساتنه ده.
مولوي دین محمدحقبین په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت موخه حکومت نه بلکه خلکو ته خدمت دی، د اسلامي امارت مسوولان په اصل کې د ولس خادمان دی او یتیم ته خدمت زموږ لمړیتوب دی.
په یادو مراسمو کې د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د جهاد دورې د شهیدانو څخه پاتې یتیمو ماشومانو پالنه او روزنه او هغوی ته خدمت د مسوولینو لپاره ستر ویاړ او عظیم عبادت دی.
مولوي شجاع له مسوولینو وغوښتل چې له پرانیستو څخه وروسته فعالیتونو لپاره جدي توجه وکړي.
د یادولو وړ ده چې مولانا محمدیعقوب څرخي (ایسنا) روزنتون په ټولو مډرن وسایلو سمبال روزنتون دی چې د د استرالیا هیواد مسلمانانو په مالي لګښټ او د ایسنا مؤسسې په همکارۍ رغول شوې چې د ۲۰۰ تنو ماشومانو د پالنې او روزنې ګنجایش لري.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته