د ماشوم ساتنې شبکې ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱۸
ماشوم ساتنې شبکه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د اړونده امارتي او غیر امارتي ادارو د استازو په حضور د ماشوم ساتنې شبکې ناسته ترسره او په کې د مختلفو مواردو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
 پیل کې د دې وزارت د ماشومانو د ساتنې ریاست رئیس مولوي سعدالدین مطمین مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ د تیرې ناستې د پریکړو د تعقیب په اړه معلومات شریک او هیله یې وښوده، چې ټول لوري دې د ماشومانو څخه د ساتنې، د ردمرزي ماشومانو ستونزو ته د رسیدګۍ او له کورنیو سره یې ادغام او هم د دوی د شاقه کارونو د مخنیوي په برخو کې دې روانې هڅې ګړندۍ کړي.
د ناستې ګډونوالو د دې ترڅنګ، چې په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې وستایلې، ژمنه یې درلوده، چې د ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه به په مشترک ډول اقدام کوي. 
په پای کې د والدینو مکلفیتونو ته هم په اشارې سره، هیله څرګنده شوه، چې دوی دې هم د خپلو ماشومانو د روزنې، تعلیم او تربیې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۳۴
Background image

ننګرهار کې ۸۰۷ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د څه کم یو میلیون افغانیو په ارزښت البسه او قرطاسیه‌باب ووېشل شول

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په نازیانو، اچین، سپین‌غر او دوربابا ولسوالیو کې د ماشومانو د پاملرنې او ملاتړ مرکزونو پر ۸۰۷ تنه یتیمو او بې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني کې ۱۵ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د غزني ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۵ تنه ځوانان د فلزکارۍ په حرفه کې؛ تر درې میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او تصديق‌پاڼې ترلاسه کړې.

په همدې مناسبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۹
Background image

کابل کې ۱۴۱ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛  اړوند د مهارتونو د پراختيا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۴۱ تنه ځوانان؛ د عصر نوین د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه په خیاطۍ، تعمیراتو برېښنا، کمپیوټر او. . .

بیرته خبرونو ته