د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه 

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۲:۴
ماشوم ساتنه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په حضور کې؛ د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته، ترسره شوه.
په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې په مرکز او ولایاتو کې د یادې کمېټې د فعالیتنونو او لاسته‌راوړنو راپور او همدارنګه د اړمنو، شاقه‌کارو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بېرته یوځای کولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
 همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو په دوام  له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه غوښتنه وکړه،  ترڅو د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو او اصولو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو په ساتنه او هغوی ته د ژوندانه د سهولتونو د برابرولو په موخه؛ خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.
مولوي سعدالدین مطمئن په پای کې یې له هېوادوالو وغوښتل، که چېرې د دوی ماشومان ورک او یا د بل هېوادوال ورک شوی ماشوم پیدا کوي؛ نو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره دې په اړیکه کې شي، ترڅو له دې لارې یې کورنۍ پیدا شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

بیرته خبرونو ته