د ټولنیز وچارو مرستیال

د ټولنیزو چارو محترم معین ښاغلي غلام حیدر جیلاني لنډ ژوندلیک

 ښاغلي غلام حیدر جیلاني د غلام جیلانی زوی دی چې په ۱۹۷۰ میلادي کال کې په لرغوني پروان ولایت کې په یوې نظامي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. پلار یې غلام جیلاني د برهان الدین رباني په دولت کې یو لوی نظامي  شخصیت وو او د پروان ولایت ۵مې قول اردو قومندان وو. ښاغلي غلام حیدر جیلاني په هیواد کې دننه او بهر له د زده کړو او تحصیل وروسته وتوانید چې په ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه واخلي او ډیرې تجربې ترلاسه کړي. هغه يه ټولنیزو او خیریه فعالیتونو کې له ونډې اخیستلو سربیره د ټولنې فعال غړي هم پیژندل شوي، هر وخت یې ځوانان زده کړو او سپورت ته هڅولي او تر اوسه یې ډیرې ټولنیزې شخړې حل او فصل کړي دي.

ښاغلي جیلاني؛ په کابل ښار کې  د ابن خلدون پوهنتون او یوه والیبال سپورټي کلب بنسټ ایښوودونکی دی، خپلې زده کړې یې لمړی د لیسانس په کچه د سیاسي علومو په رشته کې په جورج مانسون پوهنتون کې له ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۳ میلادي کال کې ترسره کړي؛ ورسته یې له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۰ میلادي کال پورې له قاهرې پوهنتون څخه په اقتصاد او سیاسي علومو کې د لیسانس او ماسټری په کچه زده کړې ترلاسه کړي دي. ښاغلي غلام حیدر جیلاني  له کاري تجربو څخه ویلی شو چې د ابن خلدون پوهنتون رییس او بنسټ ایښوودونکی دی او له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسی یې مشری پرغاړه لري او د جیلاني کلب والیبال ټیم هم له ۲۰۱۷ کال څخه تر ننه رهبری کوي. له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې  د جیلاني خیریه بنسټ مشری پرغاړه وه او همداراز په ۲۰۰۸ کال کې مدني فعال او ملي سوداګر وو، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د ملي پولیسو نظامي اکاډمۍ کې د پولیسو مدیریت  او بشري حقونو د استاد یاور تیر شوي، په ۲۰۰۵ کال کې له Global Risk strategy شرکت او همدارنګه د بې پولې ډاکټرانو له سازمان سره ژباړونکی پاتي شوي.

ښاغلي جیلاني ځوانان د تل لپاره د هغوی د ژوند له هر اړخ، وړتیاوو او علایقو په نظر کې نیولو سره تحصیل او سپورټ ته هڅولي او د ټولنې په یاد قشر یې مادي او معنوي پانګه اچونه کړي ده. برسیره پردې ښاغلي جیلاني په پروان ولایت کې د سړکونو، ښوونځیو، پلونو او جوماتونو په جوړولو هم پانګه اچولي او په دې ډګر کې یې نه ستړی کیدونکی هلې ځلې کړي دي. د بیلګې په ډول د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ د شهرستان په سمیه کې د مولانا جلاالدین محمد بلخي په نوم یو ابتدایه ښوونځی رغولي او له رغوني وروسته د یاد ولایت پوهني ریاست ته د ګټې اخیستنې لپاره سپارلی دی.

د جیلاني بنسټ له کاري کړنو څخه یادولی شو چې یاد بنسټ د مهرباني جشن په لاره اچولي چې په هغه کې په پروان ولایت کې سلو زرو زده کوونکو ته قرطاسیه باب، خوراکي او پوشاکي مواد او د زده کوونکو نور اړتیا وړ مواد په شمول برابر  او ویشل شوي دي.

ښاغلي غلام حیدر جیلاني همدارنګه د بشري حقوقو، اسلامي او افغاني ټولنیزو اخلاقو د اصولو مدافع وکیل په توګه په ټولنه کې د سولې او ثبات لپاره هم کار کړي دي. له ښاغلي غلام حیدر جیلاني څخه غوښتنه وشوه چې په پروان ولایت کې د مالي او ټولنیزو شخړو په حل او فصل کې منځګریتوب وکړي ځکه دا ډول شخړو په ځینو حالاتو دومره لوېې او پیچلې وې چې بې شمیره ټولنیز ګروپونه به په هغه کې ښکیل وي چې له نیکه مرغه ښاغلي غلام حیدر جیلاني په خپل درایت او پوهې سره وکولی شول چې یادې شخړې په آسانۍ سره حل کړي او د ټولو ښکیلو ډلو دښمني به یې په دوامداره دوستۍ او پخلا بدله کړه.

ښاغلي غلام حیدر جیلاني د ټولنیز مشر په توګه د ټولنې انسجام او د ملي یووالي د تأمین لپاره په ټولنه کې یې ځوانان تحصیل او سپورت ته هڅولي او په دې ډګر کې نه ستړیکیندونکي هلې ځلې کړي دي.د هیواد ولایتونو او ځوانانو له یوبل سره د آشنایی او بلدتیا لپاره یې د والیبال په ډګر کې ولایتي ټورنمینټونه په لاره اچولي چې وروستی بیلګه یې جیلاني ټیم په ننګرهار ولایت کې د هغه ولایت له څو ټیمونو سره سالمه سپورتي سیالي ترسره کول وه.

له یادو فعالیتونو سربیره ښاغلي غلام حیدر جیلاني ډیري دولتي بنسټونه ته په اقتصادي، ټولنیزو،سیاسي او امنیتي برخو کې هم د ولایت او هم د هیواد په کچه سلامشورې ورکړي دي. ښاعلی جیلاني په ملي او لویو جرګو د پروان ولایت استازي او همدارنګه د مدني ټولنو استازي په توګه فعاله ګډون کړي دي.

ښاغلي غلام حیدر جیلاني له نیکه مرغه اوسمهال د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د ټولنیزو چارو معین په توګه د هیوادوالو په چوپړ کې ده.