د کار  او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په لومړۍ ربعه کې۱۱۸ امارتي او غیر امارتي  ادارې پلټلي دي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۹
د ادارو تفتیش

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري د ۱۴۰۴ کال  په لومړۍ ربع کې ۱۱۸ امارتي او غیر امارتي ادارې پلټل شوي دي.

 په یادو ۱۱۸ ادارو کې ۱۲ امارتي او مستقلې ادارې، ۸۰ تولیدي شرکتونه او تخنیکي تصدۍ او ۲۶ داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو تفتیش ترسره شوی دی، چې په پایله کې هغه ۸۴۸۵ تنه هېوادوال او ۴۳ تنه  خارجي وګړی؛ په ګوته شوې چې د کار د جوازونه یې نه درلودل؛ او د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د بشرې ځواک لوی ریاست ته په رسمي ډول معرفي شول.
هېره دی نه وي؛ چې په ادارو کې د تفتیش
چارې د قوانینو، اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کیږي، چې په کاري چاپیریال کې د فساد، بې‌نظمۍ او غفلت د مخنیوي سربېره؛ د کارګرانو د حقوقو، امتیازاتو، ایمنی، مزد او معاش، د قرارداد شرایطو او اضافه‌کار پوښتنه او پلټنه هم کیږي؛ ترڅو کارګرانو او کارکوونکو ته خوندي کاري چاپيریال برابر شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د کار انسټیټیوټ له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته ښونیز پروګرام پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د کار انسټیټیوټ له لورې د یاد وزارت څه باندې ۳۰ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د آفیس پروګرامونو ۴۵ ورځینی ښونیز پروګرام پیل شو.

په یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کابل کې ۳۶۱۸ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ته البسه توکي ووېشل شول

کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ماشوم ساتنې ریاست په هڅو او همغږۍ د کابل ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۳۶۱۸ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته ژمنۍ البسه و ویشل شوه؛ په دغو مرستو کې هر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۲۱
Background image

د روان مالي کال په درېیمه ربعه کې د کارموندنې یوولس خصوصي شرکتونه ارزول شوي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د بشري ځواک لوی ریاست اړونده د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې په درېیمه ربعه کې د کارموندنې له یوولس خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره کړی دی.
د. . .

بیرته خبرونو ته