د کار او ټولنيزو چارو وزارت اداري جلسه د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ جوړه شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت میاشتنۍ اداري غونډه د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي دين محمد حقبين په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف سربيره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند ټولو رئيسانو برخه اخیستې وه.
ناسته د قران کريم په مبارکو آيتونو پيل شوه، چې وروسته د مالي او اداري چارو مرستيال له لوري د غونډې اجنډا تشريح او پر هره موضوع په نوبتي شکل خبرې وشوې.
ناسته کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپلو خبرو په ترڅ کې مسؤلین خپلو دندو ته متوجه او د اسلامي امارت اصولو پر اطاعت یې ټینګار وکړ.
په ياده اداري ناسته کې د اجنډا مطابق د مالي او تدارکاتي پروسو په لنډولو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند مراجعينو ستونزو ته په وخت د رسيدو اړوند هر اړخيزې خبرې و شوې او د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي دین محمد حقبین، ځینو کاري ستونزو ته په اشارې له ټولو رئيسانو غوښتل؛ څو کارکوونکي خپلو کارونو ته متوجه او کارونو ته پوره پاملرنه او په ښه همغږۍ يې مخته یوسي.
دې ناسته کې د هغو مؤسسو سره چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند برخو کې کار کوي د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کولو، بېوزله او د روزنتونونو ماشومانو ستونزو ته په وخت د رسيدو او د نوي مالي کال لپاره د ټولو رياستونو له لوري د منظمو کاري پلانونو جوړولو اړوند هر اړخيزې خبرې و شوې او د وزارت رهبرۍ له لوري رئيسانو او مسؤلينو ته سپارښتنه و شوه؛ څو د کارونو په وخت ترسره کولو او سمون کې لا زیاتې هڅې و کړي.