د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير د ډاکار مؤسسې استازو سره و کتل

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ډاکار مؤسسې استازي محيب الرحمن فائز او همکار سره خپل کاري دفتر کې وکتل.
دې ليدنه کې د ډاکار مؤسسې استازو سربيره د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شرف الدين شرف، د وزارت مقام سلاکار رياض احمد( محمد)، د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو رئيس مولوي ميرحاتم اميري، د مالي او حسابي چارو رئيس حاجي خالد نويد، د بهرنيو وګړو د کار جواز ويشلو رئيس حافظ مولوي عبدالرحمن رحماني او د معلوماتي تکنالوژۍ رئيس اغامحمد حيدري ګډون درلود.
په دې ناسته کې د دواړو لوريو تر منځ د DRC، اغاخان دفتر، مرسي کور او ډاکار دفترونو له لوري د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو لپاره د جوړ شوي سيستم اړوند خبرې و شوې.
د ډاکار مؤسسې استازي محيب الرحمن فائز د خپلو خبرو په ترڅ کې د ياد سيستم اړوند معلومات وړاندې کړل، و يې ويل، چې د ياد سيستم له لارې کولای شو په اسانۍ د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند او مؤسساتو له لوري د فني او حرفوي زده کړو برخه کې د روزل شويو شاګردانو ټول معلومات ترلاسه کړو.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د ياد سيستم په مرسته کولای شو، د ټولو هغو مؤسسو کړنې چې په نوموړي سيستم کې ثبت وي به اسانۍ سره ارزيابي او نظارت کړو.
ښاغلي فائز وويل، چې ياد سيستم د فني او حرفوي زده کړو برخه کې يو غني کتابتون او اړوندو برخو کې ۶۰۰ نصابونه لري او همدارنګه ياد سيستم د فني او حرفوي زده کړو فارغانو سره د دندو پيدا کولو او مؤسسو لپاره د مسلکي کسانو پيدا کولو برخه کې لازمې اسانتياوې لري.
ښاغلي فائز وويل چې ياد سيستم د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو برخې لپاره ډير ګټور او په همدې موخه د دې وزارت لپاره جوړ او تر دې مهاله يې ورته پرمختګ ورکړی دی. نوموړي زياته کړه، چې د ياد سيستم د لا زيات پرمختګ او نورو ټولو چارو پر مخ وړلو لپاره په کار ده، چې له دې وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ياد سيستم کنترول واخلي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د يادو دفترونو په ځانګړي توګه د ډاکار مؤسسې له هڅو او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوندو مسولينو ته لارښونه او سپارښتنه وکړه؛ څو د ياد سيستم د فعاله ساتلو لپاره اړين اقدامات ترسره کړي.