د کار او ټولنیزو جارو سرپرست وزیر د قوای بشري او وړکتونونو ریاستونو څخه لیدنه و کړه.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات په داسې حال کې چې د کار، ټولنیزو چارو مرستیالانو او یو شمیر رئیسانو یې هم ملتیا کوله، د قوای بشری او کارونو د تنظیم او وړکتونونو ریاستونو څخه لیدنه و کړه، د کار کوونکو او مراجعینو ستونزې یې واوریدې او د حل په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د قوای بشري او وړکتونونو رئیسانو او کارکوونکو سره په جلا جلا ناستو کې د یادو ریاستونو له مسؤلینو څخه کارونو په اړه معلومات و غوښتل، چې د مسؤلینو له خوا ورته د کړنو او شته ستونزو په اړه معلومات شریک شول.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د یادو ریاستونو د مختلفو دفترونو لیدنې څخه وروسته د کارونو د لا ښه سمون او مراجعینو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و کړې.