د کار او ټولنیزو وزارت رهبري هیئت غونډه د سرپرست وزیر په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، کاري چارو مرستیال او یو شمیر رئيسانو تر څنګ د وزارت ټولنیزو شریکانو( کارګرانو اتحادیې او سوداګرۍ خونې) مشر او استازي هم برخه لرله.
غونډه کې د کار نړیوال سازمان د سلمې کلیزې او کلنۍ غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ او ټولنیزو شریکانو د ګډون لپاره پر اماده ګېو هر اړخیزې خبرې و شوې.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د کار نړیوال سازمان کلنۍ غونډه مهمه و بلله، زیاته یې کړه، چې د ټولنیزو شریکانو په همکارۍ به له ښې اماده ګۍ سره په یاد کنفرانس کې ګډون و کړو، ښاغلي سادات د سفر د لا ښه تنظیم په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او دندې وسپارلې.