د کار او ټولنیزو چارو سرپرست د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مشر سره و کتل.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مشر منظور خالق سره د خپل کار په دفتر کې و کتل او په یو لړ مهمو مسائیلو یې ورسره خبرې و کړې.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان مشر د کار نړیوال سازمان د فیصلو د تطبیق، کارګرانو د حقونو دفاع، د کار اړوند قوانینو او مقررو جوړیدو، د بهتره کار او تخنیکي لارو چارو، د کار بازار مطابق د کار کوونکو ظرفیت لوړولو او د نویو شغلونو د ایجاد په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې و ستایلې او د کار نړیوال سازمان په استازیتوب یې د همکارۍ ژمنه و کړه.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار نړیوال سازمان کړنې مهمې و بللې او په تیرو څو کلنو کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د دې سازمان د تخنیکي او مالي همکاریو څخه مننه و کړه.
