د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، افغانستان کې د کار نړیوال سازمان (ILO) د دفتر رئیس سره وکتل

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۹:۴۶


د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین او د مقام د دفتر رئیس ملا شرف‌الدین شرف هم ګډون درلود، افغانستان کې میشت د کار نړیوال سازمان  له رئیس رامین بهزاد سره وکتل.
کتنه کې ښاغلي بهزاد د یاد سازمان د فعالیتونو او موخو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ وویل: دې سازمان هڅه کړې چې افغانستان ته د کار په برخه کې د نړیوالو معیارونو او تخصصي تجربو د انتقال زمینه برابره کړي، چې پدې برخه کې لاسته راوړنې هم لري او د حکومت، د کارګرانو او کارفرمایانو  اتحادیې په ګډون توانیدلي چې د غوره کار ملي برنامې تر نامه لاندې پروګرام چې د کار په برخه کې یې مثبت اغیز درلود، او پخوا په لار اچول شوی وو یو وار بیا تمدید کړي. 
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري خپلو خبرو کې وویل: تمه ده چې له دې وروسته یاد سازمان د کار په برخه کې له دې وزارت سره نږدې همکاري او همغږي ولري ترڅو د کاري زمینو د برابرولو او مسلکي او تخصصي تجربو د شریکولو په برخو کې مطلوبې پایلې ترلاسه شي.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري ترڅو افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د دفتر، اړوندو ادارو او اتحادیو په ګډون کنفرانس جوړ او په هغې کې د کار په برخه کې شته ستونزې او خنډونه وڅېړي او د حل لارې یې وپلټې چې پدې برخه کې د کار نړیوال سازمان همکاري اړینه ده. چې د ښاغلي رامین بهزاد له لوري د هر راز همکارۍ ژمنه وشوه.
په پای کې دواړو لورو په دې ټینګار وکړ چې په منظم ډول دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او افغانستان کې د کار نړیوال سازمان د دفتر ترمنځ  ناستې او کتنې دوام و مومي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

بیرته خبرونو ته