د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د وړتیاوو د تثبیت ملي پروسه پیل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۲۹
تثبیت قابلیت ها


د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د مختلفو حرفو د تثبیت بهير پیل شو.
د پروسې په پیل غونډه کې د کار چارو مشاور او د وړتیاوو د تثبیت ریاست وارسي‌کوونکي انجنیر احمد عمران خروټي د بهیر ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: له نېکمرغه نن د هېواد په کچه له مرکز او ولایتونو څخه په لومړي ګام کې ۶۰۰ تنه په لسو (نلدوداني، خیاطي، فلزکاري، يو پي وي سي، د تعمیراتو برېښنا، د يخچال، ایرکنډیشن، د نقلیه وسایطو، د کورنیو برېښنايي وسایلو او موبل او فرنیچر ترمیم، سولر سیستم او کمپیوټر هارډویر) حرفو کې د تحريري او تقریري آزموینو په پړاوونو کې ګډون کوي، چې په بریالي ډول د بهیر له پای ته رسېدو وروسته به په ملي او نړیواله کچه معتبر سندونه ترلاسه کړي او په دې سره به ملي پروژو او د کار بازار ته په معياري او ډاډمنه توګه ماهر او نیمه‌ماهر کارګر ور وپېژندل شي.
په پام کې ده چې دې ملي پروسه کې به د هغو لسګونه زرو هېوادوالو چې په خپلو حرفو کې ماهر دي، خو رسمي سند نه لري وړتیاوې د مسلکي استادانو لخوا تثبیت او رسمي سند به ترلاسه کړي، چې موخه یې د کار بازار تنظیم او معیاري کېدل دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته