د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخینه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په لمړیو کې د لوی ریاست په کچه؛ په ۱۳۵۹ هجري شمسي کال د کار او ټولنیزې هوساینې په ډګر کې د یو شمیر ویشلو او پاشلو دولتي ادارو له ادغام وروسته؛ د کار او ټولینزو تأمیناتو لوی ریاست په نوم د وزیرانو په شورا کې په فعالیت پیل وکړ.

یاد ریاست په ۱۳۶۳ کال کې خپل نوم د کار او ټولنیزو تأمیناتو دولتي کمیټې ته  تبدیل شو او د یوې خپلواکې ادراې په توګه  خپل دریځ ته تغییر ورکړ او ۱۳۶۷ کال د میزان په میاشت کې بیا نوم یې د کار او ټولنیزو چارو مرکزي کمیټې ته د مافوق رتیې په کچه لوړ شو او خپل ټول فعالیتونه یې د دولتي، غیردولتي او بهرنیو مؤسساتو تر کچې په افغانستان کې پرمخ یوړل.

د ۱۳۶۹ کال د جوزا میاشتی پنځمې نیټې ۸۱۶مې ګڼې دولتي فرمان له مخې چې ملي شورا لخواه تائید شو؛ د وړکتونو، روزنتونو ریاستونه او میرمنو ټولنه چې د هریو کاري قلمرو په ټولنیزې هوساینې پورې اړه درلوده له یادې ادارې سره مدغم شو چې په پایله کې یې یاده اداره د وزارت کچې ته لوړه شوه.

په ۱۳۷۶ کال کې او د طالبانو رژیم له راتګ سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوباره د لوی ریاست مافوق رتبې ته تنزیل شو. د مؤقتې ادارې په جوړیدو سره یاد ریاست بیرته د وزارت کچې ته لوړ شو اود ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۳۸۵/5/23 نیټې ۱۹۰۳مې ګڼې حکم له مخې د شهیدانو او معلولینو وزارت هم له کار او ټولنیرو چارو وزارت سره ګډ شو او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په نوم ونومول شو چې څلور معینیته او ۳۴ ولایتي ریاستونه یې درلودل؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له کلیدي وزارتو شمیرل کیده او د کار، ټولنیز خوندیتوب، هوساینې او د شهیدانو واریثینو او معلولینو ته خدماتو په برابرولو او وړاندې کولو په ډګرونو کې فعالیت درلود.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۱۳۹۷/7/15 نیټې؛ ۷۵مې ګڼې فرمان له مخې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د ملي ادارې له جوړیدو سره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت څخه د شهیدانو او معلولینو معینیت بیل شو او یاد وزارت بیرته د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوم پاتې شو او د دریو معینیتونو، مرکزي ریاستونو او په دري دیرشو ولایتونو کې دویمې درجې واحدونو په درلودلو سره یې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه؛ چې د کاري چارو، ټولنیز خوندیتوب او د ټولنې د ماشومانو او زیانمنیدونکو قشرونو ته د خدمت په ډګر ګې فعالیت کوي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له کلیدي وزارتونو شمیرل کیږي.

د افغانستان هوکړه لیک هغه سند دی چې د هیواد د لویې پراختیا ستراتیژي بیانوي؛ اړین، بارز او خپلواک ټکي راپیژني لکه: امنیت، ښه حکومتوالی، د قانون حاکمیت او بشري حقوق، اقتصادي او ټولنیزه پراختیا؛ نو له همدی امله د یاد هوکړه لیک د موخو په لاسته راوړلو کې کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رول ډیر اړین دي په ځانګړي ډول د یادهوکړه لیک په پلي کولو کې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپل رسالت په سمه توګه سرته رسولو لپاره پروګرامونه په لاره اچولي چې د کاري هوساینې او مهارتونو پراختیا پروګرام، ټولنیزې هوساینې او اداري او مالي ظرفیت پراخوالی پروګرام یې یو څو بیلګې دي.

موخه: په ټولنه کې محروم او منزوي ډلو لپاره د یوې اغیزناکې ټولنیز خوندیتوب شبکې منځته راوړل. د مهارتو پراختیا لپاره لازمو آسانتیاوو برابرول، د کاري ځوک هوساینه او کاري فرصتونو برابرول، د وزارت او د هغه ریاستونه په عصري، باکفایته او اغیزناکو بنسټونو بدولول ترڅو د کار او ټولنیزو چارو په ډګرونو کې خپل ځانګړي اغیز ولري او په همدي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هیواد په اقتصادي-ټولنیزې پراختیا او بیارغونه کې ونډه واخلي.