د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هیواد کې د بیکارۍ کمښت لپاره د کارموندنې ملي پالیسي جوړوي
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) په ګډون ګڼو دولتي ادارو سرپرستانو حضور درلود. نورو ډیرو موضوعاتو ته د رسیدګۍ ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د بېکارۍ کموالي او کارموندنې په موخه لنډمهالې او منځمهالې طرحې او په همدې ترتيب د سکتوري وزارتونو، خصوصي سکتور،.او اړوندو ادارو متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي ترتيب کړي او د منظورۍ په موخه دې د ا.ا کابينې ته وړاندې کړي.
همداراز د افغانستان اسلامي امارت اداري کمیسیون د کار ټولنيزو چارو وزارت له لوري بهرنيو اتباعو د کار جواز ویش رییس مولوي حافظ عبدالرحمان رحمانی له لورې ترتيب شوې طرحه تر بیاکتنې اولازمو بدلونونو راوړلو وروسته تاييد کړه. بهرنیو اتباعو ته اسانتیاوو رامنځته کولو طرح په مطابق به د هیواد په ټولو هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې؛ بهرنیو وګړو ته د کار جواز توزیع ریاست استازولۍ فعالې شي او بهرنیو اتباعو ته د جواز په توزیع کې به چټکتیا او روڼتیا رامنځته شي او په هیواد کې میشته او راتلونکو بهرنیو اتباعو ته به آسانتیا رامنځته شي او د هغوی ستونزې به کمې شي.