د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۶
ایران سفیر

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلی علي‌رضا بېکدلي سره وکتل او په دوه‌اړخیزه اړیکو په ځانګړې توګه د کاري اړیکو پراخوالی، په کمي او کیفي ډول د افغانستان د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا پرڅرنګوالي، ایران اسلامي جمهوریت کې د مېشتو افغان کډوالو د وضیعت ارزونې او د کارګرو د قانوني لېږد پر موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په پیل کې الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ سفیر او مل پلاوي ته یې د ښه‌راغلاست ویلو سربېره زیاته کړه: اړینه ده؛ چې په افغانستان کې د فني او حرفوي زده‌کړو او د کار بازار غوره مدیریت په برخو کې د ایران اسلامي جمهوریت له کامیابو تجربو څخه ګټه واخېستل شي او دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره پر نورو فرصتونو کار وشي، ایران کې د افغان کارګرو شتون باید تنظیم شي او له غیرې قانوني حالت څخه وایستل شي، ترڅود هغوی ستونزې تر ډیره بریده حل شي.
ورپسې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي وویل: د افغانستان اسلامي امارت سره د ایران اسلامي جمهوریت اقتصادي او تجارتي اړیکې ډیرې پراخې شوي او لا د پراختیا په حال کې دي، دا اقتصادي او تجارتي فرصتونه په دواړو دوستو هېوادونو کې ډیر کاري فرصتونه رامنځته کوي او نورې پانګه‌اچوونې ته زمینه برابروي.
 ښاغلي علي‌رضا بېکدلي زیاته کړه: له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې، د کار بازار د غوره مدیریت، فني او حرفوي زده‌کړو په ډګر کې د غوره او بریالیو تجربو د تشریک او په شته باالفعله او باالقوه فرصتونو د بحث لپاره تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې د ایران اسلامي جمهوریت د کارپنځونې مرستیال افغانستان ته سفر وکړي؛ ترڅو په ټوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو ګټور بحث وشي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته