د کار قانون او د هغه اړونده مقررو ته بيا کتنه کيږي
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) په هدایت او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار معين مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ د کار قانون او د هغه اړونده مقررو ته د بيا کتنې ناسته ترسره شوه چې د بهرنيو وګړو ته د کار جواز د توزیع رئیس مولوي حافظ عبدالرحمن په ګډون د کار معینیت رييسانو په کې برخه اخيستې وه.
په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کار قانون او د هغه اړونده مقررې به په دقیقه توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د کار معين مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او مالي او اداري معين مولوي دين محمد حقبين له خوا وڅېړل شي او د کار قانون او نورې اړونده مقررو د ټولګو طرحه به د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندې کړي.