د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب په موخه د لوړو زده‌کړو وزارت سره د همغږۍ ناسته وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۱۱
U


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، د لوړو زده‌کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب او د ځینو نورو مواردو په اړه وکتل. 
د کار چارو معین د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د کار ملي کانفرانس د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ، هیله وښوده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو شمېر په شرایطو برابرو کارکوونکو ته دې د فوق لسانس زده‌کړو زمینه برابره شي. په همدې توګه یې څرګنده کړه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د پوهنتونونو ګڼ شمېر فارغانو ته د ادارې، مدیریت، معلوماتي ټکنالوجۍ او ځینو نورو برخو کې د عملي کار زمینه برابره شوې، یو شمېر ځوانان له دې برنامو فارغ او ځیني نور اوس‌مهال ورته زده‌کړې ترلاسه کوي او ژمن یو، چې دې لړۍ ته ادامه ورکړو، ترڅو ځوانان وکولی شي کاري تجربه ترلاسه او په راتلونکي کې د دندو په پيداکولو کې ورته لازم سهولت برابر شي. 
ورپسې د لوړو زده‌کړو وزیر په خپلو خبرو کې د دې ترڅنګ، چې د دې وزارت هڅې او فعالیتونه وستایل په یادو برخو کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند او هیله یې وښوده، چې ټولې امارتي ادارې هېوادوالو ته د غوره خدماتو د وړاندې کولو په لارو کې ترپخوا لا ډېرې هڅې او کوښښونه وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د کار چارو معین د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ناروې د کډوالو شورا له مشر ښاغلي تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.

کتنه کې ښاغلي تاریا له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د ټولنیزو چارو معين د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له رئیس سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د لوی ریاست له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي سره وکتل. . .

بیرته خبرونو ته