د کار چارو مرستیال‌وزیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۸
د کار چارو معینیت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کورنیو چارو وزارت د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین الحاج شیخ محمدقاسم خالد سره وکتل. په یاده ناسته کې د دواړو اړخونو له لوري په مخدره توکو اخته کسانو د ستونزو، روغتیايي حالاتو، ټولنیزو ستونزو او هغوي ته د فني او حرفوي زده کړو زمينې برابرولو په اړه خبرې وشوې. د کار چارو معين مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: په پنځو زونونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو لپاره د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره شوې او په راتلونکي کې به په پاتې زونونو او ولایاتو کې هم له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته هم د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شي. مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: اړتیا ده چې د بې‌کاره ځوانانو لپاره کاري فرصتونه زیات شي، ترڅو د نشه‌يي توکو له ګواښ څخه وژغورل شي. په پای کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د رغېدلو اشخاصو د ټولنې سره د بیا ځلې ادغام او هغوی ته د فني او حرفوي زده کړو زمينې برابرولو په برخه کې هڅې وستایلې، او ډاډ یې ورکړ چې د دواړو ادارو ترمنځ په همغږۍ ډول به ټولنې ته د مسؤلیت‌منونکو افرادو په توګه له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو بېرته ادغام لپاره به نورې آسانتیاوې هم برابرې شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ؛ د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار مفتشینو ته درې ورځینی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري او د کار انسټیټیوټ او د  پلان او پالسۍ ریاستونو په همغږۍ د وزارت ۹۰ تنه د کار مفتشینو ته د ظرفیت‌لوړولو په موخه د نوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د تېر مالي کال په څلورمه ربعه کې د کارموندنې یوولس خصوصي شرکتونه ارزول شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د بشري ځواک لوی ریاست اړونده د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې د تېر مالي کار په څلورمه ربعه کې د کارموندنې له یوولس خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره. . .

بیرته خبرونو ته