د کار چارو معین، د خصوصي سکتور او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره وکتل؛
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد، تېره ورځ پخپل کاري دفتر کې د کار ملي کنفرانس په اړه د خصوصي سکتور ( کار فرمایانو) او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره مشورتي ناسته وکړه.
په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین د کار ملي کنفرانس د جوړېدو د څرنګوالي، د کنفرانس موخو، پدې رابطه د ترسره شویو هڅو او د مختلفو اړخونو سره یې د خپلو ناستو په اړه د غونډې ګډونوالو سره معلومات شریک؛ او څرګنده یې کړه: دا چې خصوصي سکتور ( کار فرمایان) او د کارګرانو اتحادیه د دې وزارت ټولنیز شریکان دي او زیات شمېر کاري ځواک یې هم مختلفو برخو کې په دندو ګمارلی، نو اړینه ده، چې له دوی سره له نږدې کار و شي او په بریالي توګه د کار ملي کنفرانس د ترسره کېدو په رابطه یې سپارښتنې او وړاندیزونه را ټول او له هغې څخه ګټه واخیستل شي.
د خصوصي سکتور او کارګرانو اتحادیې غړو د کار ملي کنفرانس د ترسره کېدو په رابطه د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوښت او ترسره شوي اقدامات وستایل او د خپلو بنسټونو له آدرسه یې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.
هغوی پخپلو خبرو کې دا غوښتنه هم درلوده، چې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري دې هغه افغان پانګه والو ته، چې له هېواده بهر یې پانګونه کړې، لازم سهولتونه او شرایط برابر شي ترڅو خپلې پانګې هېواد ته انتقال او دلته پانګونه وکړي، چې دې سره به نه یوازې زیات شمېر کاري فرصتونه برابر شي بلکه په اقتصادي ډګر کې به هم افغانستان ځان بساینې ته نږدې شي.