د کار چارو معین د اروپا مېشته افغانانو د تخنیکي او مسلکي کمیسیون له رئیس سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۹
اروپا میشته هېوادوال

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د د  اروپا مېشته افغانانو د تخنیکي او مسلکي کمیسیون له رئیس انجنیر حامد یعقوبي او مل پلاوي سره وکتل. 
په پیل کې د یاد کمیسیون رئیس  ښاغلي یعقوبي په خپلو خبرو کې وویل: دا چې په هېواد کې امنیت دی؛ نو په اروپا  کې مېشته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو درلودونکو افغانانو له لوري یو شمېر طرحې ترتیب شوي دي، چې باید اسلامي امارت سره په همغږۍ او په ګډه توګه پرې کار وکړو، ترڅو په تطبیق سره یې په ټولنه کې د بېکارۍ کچه راټیټه او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو، زیانمنو او اړمنو کورنیو ته د سرپناه او هغو ته د کار زمینه برابره شي، چې په دې سره به یې تر یو بریده د ژوند ستونزې حل او په آرامه فضا کې ژوند وکړي.
 په ورته وخت کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره وویل: افغانستان د ټولو ګډ کور دی، د ا.ا.ا هڅه کوي، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو، اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د سرپناه او په هېواد کې ورته د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.
همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې امکاناتو ته په کتو له نورو همکارو ادارو سره په همغږۍ د یادو طرحو په عملي کولو کې اقدام وکړي، ترڅو په پای کې کاري فرصتونه زیاد او د بېکارۍ کچه تر یو بریده راټیټه شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

بیرته خبرونو ته