د کار چارو معین د بشري قواو له عمومي ریاست څخه لیدنه او څارنه ترسره وکړه؛

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۹:۴۵
R

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا، د دې وزارت اړوند د بشري قواو له عمومي ریاست څخه د لیدنې پر مهال؛ مراجعینو ته د سهولتونو په جوړېدو ټینګار وکړ.

دې لیدنه کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا، د بشري قواو د عمومي رئیس مولوي حسین‌احمد مدني په ملتیا د دې ریاست د مختلفو ریاستونو او برخو څخه څارنه ترسره او هم یې د ځینو مراجعینو او د ریاست کارکوونکو غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.

مولوي محمد زاهد جان آغا خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د بشري قواو عمومي ریاست دې هڅه وکړي چې د کار جوازونو د وېش پرمهال  او هم دې په نورو اړونده برخو کې مراجعینو او هېوادوالو ته  لازم سهولتونه برابر کړي. ترڅنګ یې ډاډ څرګند کړ چې نيمګړتیاوو ته د رسېدنې په موخه به هڅې وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۴:۵۵
Background image

هلمند او نورستان ولایتونو کې دوه تنه رد مرزي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول؛

 د نورستان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو او د (OHW) موسسې په همکارۍ، د واما ولسوالۍ یو تن ردمرزي ماشوم پیدا او خپلې کورنۍ ته ورسپارل شو. 
د یو بل خبر له مخې د هلمند ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین، د خوست ولایت د پوهنې له رئیس او یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین؛ د خوست ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد انور دین‌پرور، د پوهنې ریاست له نورو مسؤلینو  او  یو شمیر قومي مشرانو سره د خپل. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۸:۳۶
Background image

د کار چارو معین، د خصوصي سکتور او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره وکتل؛

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد، تېره ورځ پخپل کاري دفتر کې د کار ملي کنفرانس په اړه د خصوصي سکتور ( کار فرمایانو) او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره مشورتي. . .

بیرته خبرونو ته