د کار چارو معین د ملي پراختیا شرکت له مرستیال سره وکتل 

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۲
دیدار معین کار

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ملي پراختیا  شرکت د تولید په چارو کې د انسجام او سوداګرۍ له مرستیال ریاض‌الدین شریفي او نورو استازو سره وکتل.
په پیل کې د ملي پراختیا امارتي شرکت استازو په خپلو خبرو کې د شرکت د لاسته‌راوړنو، روانو برنامو، راتلونکو پلانونو او ننګونو په اړه معلومات شریک کړل او د ځینو ستونزو د حل په موخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ملي پراختیا شرکت د هلو ځلو د ستایلو سربېره، په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې خپلو امکاناتو ته په کتو د زېربناوو په جوړولو او ترمیم کې هر ډول ستونزو او ننګونو ته رسېدنه او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه واخلي.
همداراز مولوي احمدزي زیاته کړه، چې له همکارو ادارو سره په همغږۍ د اصولو او قوانیو په نظر کې نیولو سره په ګډه د کورنیو او بهرنیو مسلکي او متخصصو کارګرانو په جلبولو او استخدام کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو کې به هڅه وکړي، ترڅو په اړوندو برخو کې لازم او اړین سهولتونه برابر شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته