د کار چارو معین د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۲۵
ننگرهار ته سفر

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د فارغو شویو ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه. 
د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني د کار چارو معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ریاست ژمن دی، چې د ننګرهار ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو  زمینه برابره او هغوی په دې برخه کې وروزي.
ورپسې د کار چارو معین خپله وینا کې څرګنده کړه: د خوښۍ ځای دی چې د خپل کاري ټیم په ملتیا مې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته سفر ترسره او دلته مې له خپلو ولسونو سره د لیدو سربېره؛ په دې ناسته کې ګډون وکړ، چې له نېکمرغه د ننګرهار ولایت د مومندرې، نازیانو، کوټ او اچین ولسوالیو ۲۰۶ تنه ځوانان د مبایل ترمیم او خیاطۍ له حرفو څخه تر نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او نن یې خپل د فراغت سندونه او کاري وسایل ترلاسه کړل، په همدې ترتیب ۱۰۰ تنو بېوزلو ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره او د اړینو توکو مرسته ورسره وشوه، ترڅو په عملي توګه خپل کارونه پیل کړي، چې دا چاره به تر یوه بریده په یادو ولسوالیو کې د بېکارۍ کچه را ټیټه کړي. 
الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په دې برخه کې د ستاسو غږ همکارې مؤسسې څخه د قدردانۍ ترڅنګ، زیاته کړه: که څه هم زمونږ د همکارو مؤسساتو کړنې او فعالیتونه د ستاینې دي خو بیا هم پر هغوی غږ کوم، چې خپل فعالیتونه دې ګړندي، پراخ او افغانستان شموله کړي، ترڅو د مستفدینو شمېر ډېر او هم د خدماتو د وړاندې کولو په بهیر کې د پام وړ ښه‌والی راشي او  د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی، چې هغوی ته لازم سهولتونه برابر او که په کومه سیمه یا ولایت کې ستونزه موجوده وي د قانوني او اصولي لارو ورته رسېدنه وکړي، ترڅو خدمات په خپل وخت اړمنو او مستحقو هېوادوالو ته ورسېږي او د منابعو او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی وشي.
په همدې ترتیب د ستاسو غږ همکارې مؤسسې مسؤل، صابرالله ممله‌وال هم خپله لنډه وینا کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له تخنیکي همکاریو څخه د مننې سربېره، ډاډ ورکړ، چې خپلې برنامې او فعالیتونه به لا پراخوي. 
د یادونې ده چې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح، د انسټیټوټ رئیس شریف‌الله شرافت او د کار چارو معینیت سلاکار مولوي محمد کریم حنفي، په دې سفر کې د کار چارو د معین ملتیا کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د کار چارو معین د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ناروې د کډوالو شورا له مشر ښاغلي تاریا مګنوسن واټرډال سره وکتل.

کتنه کې ښاغلي تاریا له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۱۰
Background image

د ټولنیزو چارو معين د افغانستان ملي راډیو تلویزیون له رئیس سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د لوی ریاست له عمومي رئیس قاري محمد یوسف احمدي سره وکتل. . .

بیرته خبرونو ته