د UNIDO دفتر استازو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست لیدنه

publish
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۳:۴۲
2


کابل: ۱۴۰۰/۵/۵ هـ ش 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او د کار چارو مرستیال عبدالغفور ملکزي د UNIDO دفتر استازو سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
دې لیدنه کې دواړو لوریو د  فني او حرفوي زده کړو فارغانو ته د کاري فرصتونو برابرولو اړوند شپږ اونیزه کورسونو او فني او حرفوي زده کړو کریلکولم غني کولو اړوند خبرې و کړې.  
د کار چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د اړونده موضوعاتو په برخه کې د همکارۍ له امله د یاد دفتر له مسؤلینو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، ژمنه و کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به هم په ښه همغږۍ له یاد دفتر سره همکاري و کړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوري ژمن شول، چې د ذکر شویو موضوعاتو برخه کې د لا ښې همغږۍ او همکارۍ په موخه به له دواړو لوریو یو تخنیکي ټیم جوړ او کار و کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته