سپین بولدک او تورخم ښارګوټي کې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو لړۍ روانه ده

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۲۰


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو پرون دوشنبه ۴۰۴تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې یې هغوی ته خدمات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه توانیدلي چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې ۱۵۸تنه او د کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۲۴۶تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي، او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم او د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ په برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړي. په همدې توګه یې ۲۷۶تنو ماشومانو ته د افغانستان پېژندنې، رواني روغتیا  او د نورو اړینو مواردو په اړه عامه پوهاوی ورکړی.
د یادولو ده چې سیستم کې د هغوی د ثبتولو موخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د تعلیم او تحصیل د سویې معلومول او فني او حرفوي زد‌ه‌کړو ته یې لاسرسی دی چې له دې لارې به په راتلونکي کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۵۳
Background image

کابل کې ۲۱۶ تنه اړمنو او بېوزله کسانو ته کاري وسایل ووېشل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو او همغږۍ؛ د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې ۲۱۶ تنه اړمنو او بېوزله کسانو ته، چې د ځانګړې سروې په ترڅ کې تشخیص شوي وو د کوچنيو کاروبارونو د زمينې برابرولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د کار چارو معین نویو راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه په افغانستان کې UNHCR سازمان له سرپرستې سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې نویو راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه په افغانستان کې UNHCR سازمان له سرپرستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د پلان‌جوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري؛ دا ځل د مقام اړوند د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه، د کارکوونکو انفرادي کلنی پلان‌جوړونې ترعنوان. . .

بیرته خبرونو ته