سپین بولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم له لوري د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت سربېره له هغوی سره نقدي مرسته هم وکړه
د افغانستان د اسلامي امارت له لورې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د تنظیم کمیټې تر چتر لاندې، او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم د نورو ادارو سره په همغږۍ پرون چهارشنبه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۶۱۷بېرته راستنې شوې کورنۍ سیستم کې ثبت او له هغوی سره نقدي مرسته وکړه.
یادې ۶۱۷کورنۍ چې چې ۳۳۵۹ تنه بېرته راستنېدونکي کیږي سیستم کې تر ثبت وروسته ، د افغانستان د اسلامي امارت له لوري له ځانګړې شوې بودجې څخه هرې کورنۍ ته؛ لس زره افغانۍ نقدي مرسته ترسره او هم د نورو مرستو لپاره هلته مېشتو نړیوالو مؤسساتو ته وپېژندل شوې، په همدې توګه د ۲۳تنه بېسرپرسته ماشومانو ملاتړ وشو او په پاکستان هیواد کې ۵۸تنه محبوس هېوادوالو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته معرفي شول.