سپین بولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف پلاوي تېرو دوو ورځو کې ۵۳۱۵ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال سیستم کې ثبت کړيدي

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۸:۲۷


د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کمیټې تر چتر لاندې او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، د دې وزارت کاري ټیم د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د شنبې او یک‌شنبې په ورځو هېواد ته بېرته راستانه شوي ۵۳۱۵ تنه کډوال سیستم کې ثبت او په مختلفو برخو کې یې د هغوی لاسنیوی کړی‌دی.
یاد ټیم هڅه کوي چې د ماشومانو او زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ سربېره؛ فن او حرفو ته د بیا راستنېدونکو لاسرسی، د هغوی د تعلیم او تحصیل د کچې تثبیت او د ترانسپورت د تنظیم په برخو کې هم مرسته او خدمات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۲۱:۴۲
Background image

د ټولنیزو چارو معین د یونیسف دفتر له مرستیالې سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین شیخ عبدالبر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسف دفتر له مرستیالې مېرمن روشن مرتضی او مل پلاوي سره په کتنه کې د ځینو اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۹:۵۰
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۲۲۰۰۰ زیات د کار جوازونه وېشلي دي


د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال په لومړۍ ربع کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت توانیدلی، چې هېوادوالو ته د ۲۲۴۲۷ قطعې د کار جوازونه ووېشي او له دې لارې عواید راټول کړي.
دا ارقام ښيي؛ چې په دې ۱۴۵۷۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۰:۵۶
Background image

د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې ۲۱۰ تنو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه


د ننګرهار ولایت؛ په کوټ، بټي‌کوټ، اچین او نازیانو ولسوالیو کې؛ ۲۱۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو جلا جلا مرکزونه پرانېستل شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د ولایتي. . .

بیرته خبرونو ته