له اعتیاد څخه رغېدلو ۵۵۰ تنو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري کابل کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۵۵۰ تنو ته په پنځو حرفو (خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، د برېښنايي وسایلو ترمیم، بیک ګنډلو او بوټ جوړونې) کې د شپږ میاشتنو عملي او نظري زدهکړو زمینه برابره شوه.
په همدې مناسبت جوه شوې غونډه کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: دا د خوښۍ ځای ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار بازار اړتیاوو ته په کتو له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته په بېلابېلو حرفو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده، چې تر دې دمه د کابل په شمول په مختلفو ولایتونو کې نږدې ۴زره تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص ور څخه مستفید او د سالمو انسانانو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره بېرته یو ځای شوي دي. مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډ لري، چې دا لړۍ د هېواد ټولو زونونو ته وغځوي، ترڅو زیات شمېر اشخاصو ته د زدهکړو زمینه برابره او له دې لارې له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص په ځان بسیا او په راتلونکي کې د کار په بازار کې دخیل شي.
همداراز یې له هغو مؤسساتو چې په دې برخه کې فعالیت لري وغوښتل، چې په دې برخه کې دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نږدې کار وکړي، ترڅو په ګډه توګه د دې زمینه برابره شي، چې له زدهکړو وروسته پر فارغو اشخاصو کاري وسایل ووېشل شي او دوی د خپلو کورنیو د نفقې جوګه وګرځي.
په پای کې یې په نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، دا چې د افغانستان اسلامي امارت د مخدره توکو په وړاندې بېسارې مبارزه کړېده، نه باید دا مورد له پامه و غورځول شي بلکې په رښتینې توګه دې په دې برخه کې همکاري وکړي او د بدیل معیشت برخې ته دې لازمه پاملرنه وشي.