له اعتیاد څخه رغېدلو ۵۵۰ تنو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه

naweed_admin
Wed, Dec 25 2024 1:10 PM
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري کابل کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۵۵۰ تنو ته په پنځو حرفو (خیاطۍ، د تعمیراتو برېښنا، د برېښنايي وسایلو ترمیم، بیک ګنډلو او بوټ جوړونې) کې د شپږ میاشتنو عملي او نظري زده‌کړو زمینه برابره شوه. 
په همدې مناسبت جوه شوې غونډه کې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: دا د خوښۍ ځای ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار بازار اړتیاوو ته په کتو له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته په بېلابېلو حرفو کې د  زده‌کړو زمینه برابره کړې ده، چې تر دې دمه د کابل په شمول په مختلفو ولایتونو کې نږدې ۴زره تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص ور څخه مستفید او د سالمو انسانانو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره بېرته یو ځای شوي دي. مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډ لري، چې دا لړۍ د هېواد ټولو زونونو ته وغځوي، ترڅو زیات شمېر اشخاصو ته د زده‌کړو زمینه برابره او له دې لارې له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص په ځان بسیا او په راتلونکي کې د کار په بازار کې دخیل شي.
همداراز یې له هغو مؤسساتو چې په دې برخه کې فعالیت لري وغوښتل، چې په دې برخه کې دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نږدې کار وکړي، ترڅو په ګډه توګه د دې زمینه برابره شي، چې له زده‌کړو وروسته پر فارغو اشخاصو کاري وسایل ووېشل شي او دوی د خپلو کورنیو د نفقې جوګه وګرځي.
په پای کې یې په نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، دا چې د افغانستان اسلامي امارت د مخدره توکو په وړاندې بېسارې مبارزه کړې‌ده، نه باید دا مورد له پامه و غورځول شي بلکې په رښتینې توګه دې په دې برخه کې همکاري وکړي او د بدیل معیشت برخې ته دې لازمه پاملرنه وشي.

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

Wed, Feb 25 2026 2:33 PM
Background image

High Labor Council Follow-up Meeting

The fifth round of follow-up meetings to discuss the High Labor Council was held under the chairmanship of the Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlvi Mohammad Zahid Ahmadzai.. . .

BACK TO NEWS