لوګر کې ۳۰ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته نقدي مرسته ووېشل شوه

لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په روزنتون کې مېشتو ۳۰ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو، في نفر ته لس زره افغانۍ په مجموعي ډول د ۳۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نقدي مرسته ووېشل شوه.
د دې مرستې د وېش پرمهال د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد حنیف انس په خپلو خبرو کې د نصیر نصرت خیریه بنسټ څخه د مننې ترڅنګ له نورو خیریه بنسټونو او همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزې حل او هغوی ته تر یوه بریده د ژوندانه اسانتیاوې برابرې کړو.