لوگر کې ۱۲۶ تنه له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۸:۴۸
لوګر

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، لوگر ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زده کړو د مرکز څخه د ځوانانو په فراغت غونډه کې گډون او وینا وکړه.

په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې، چې د لوگر ولایت مرستیال والي او د ځینو نورو ادارو مسؤلینو هم حضور درلود، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه د شاوخوا ۱۲۶ تنو ځوانانو د فراغت شاهدان یو، چې په مختلفو حرفو (نلدوانۍ، د تعمیراتو برېښنا او د موبایل ترمیم) کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د ماهرو کاریګرو په توګه وړاندې شول.

د کار چارو معین همدا راز څرگنده کړه، چې دا وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ، د هېواد په ټولو ولایتونو کې کې ځوانانو ته په مختلفو حرفو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې او هر کال په زرګونو تنه ځوانان له دې زده‌کړو د فراغت سندونه ترلاسه کوي. زموږ تجربو ښودلې ده، چې د دې ځوانانو ډېری برخه اوس د کار بازار کې عملاً دخیل او له دې لارې د خپلو کورنیو نفقه برابروي، چې بې مخینې او ستر اقدام دی او تر یوه حده دې پروسې د بېکارۍ کچې په کمښت کې مثبته اغېزه لرلې ده.

ورپسې د لوگر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور د کار چارو معین او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو سربېره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو او فعالیتونو څخه د مننې ترڅنگ په دې ولایت کې، د تر کار لاندې پروژو په اړه معلومات شریک او د وزارت له رهبرۍ څخه یې د دې سیمو خلکو ته د ورته برنامو د لا پراختیا او زیاتوالي غوښتنه وکړه.

په پای کې د لوگر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد حنیف انس په خپله لنډه وینا کې د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنگ، په نږدې راتلونکي کې یادو زده‌کړو ته د نورو ځوانانو د جذب ډاډ ورکړ.

هېره دې نه وي، چې په دې سفر کې د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف الدین شرف، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محب الله حبیبي، د کار انسټیوټ رئیس شریف الله شرافت، د کار چارو مشاور محمد کريم حنفي او د مطبوعاتو رئیس سمیع الله ابراهیمي د کار چارو د معین ملتیا کوله.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

بیرته خبرونو ته