ننګرهار ولايت ته د کار او ټولنيزو چارو وزير کاري سفر

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج؛ په داسې حال کې چې د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل او ځينو مرکزي رئيسانو يې هم ملتيا کوله، ننګرهار ولايت ته سفر وکړ؛ د ياد ولايت والي ضياالحق امرخيل سره يې وکتل او د خپل کاري سفر اړوند يې ورسره خبرې وکړې.
د کار او ټولنيزو چارو وزير به دې سفر کې د ننګرهار ولايت لپاره د ماشومانو ملاتړ مرکز او د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانستلو ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند نورې چارې هم له نږدې و ګوري.